د مسلمان قوت دده ايمان دے۔ د خپل ايمان مضبوط جوړولو له او د نبي كريم (ص) ارشاد نظر كښې نيولو سره د لوئے څښتن رضا او د ثواب په خاطر په نيولې شويو روژو د كريم رب لخوا زمونږ د تېرو ګناهونو د بخښنې وعده ده۔ وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد ۔ 17 مئی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د مسلمان قوت دده ايمان دے۔ د خپل ايمان مضبوط جوړولو له او د نبي كريم (ص) ارشاد نظر كښې نيولو سره د لوئے څښتن رضا او د ثواب په خاطر په نيولې شويو روژو د كريم رب لخوا زمونږ د تېرو ګناهونو د بخښنې وعده ده۔ د اتوار په ورځ په ټويټر خپل پېغام كښې وزيراعظم د صحيح بخاري شريف دا حديث هم شيئر كړو كوم كښې چې نبي كريم (ص) فرمائيلي دي ” څوك چې رمضان كښې د ايمان حالت او د ثواب نيت سره روژه نيسي نو د هغه تېر ټول ګناهونه معاف كېږي”۔ وزيراعظم دعا وكړه چې لوئے څښتن دے مونږ ټولو ته دا توفيق راكړي۔ آمین

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں