اسلام آباد 13 اپریل (اے پی پی) د نشه ائ توكو مخنيوي وفاقی وزیرسناتور اعظم خان سواتی د پينډۍ اے این اېف هیډکوارټرز دوره كړې ۔ د اے این اېف وياند له مخې ډائرېكټر جنرل اے این اېف میجر جنرل محمد عارف ملك د اعلیٰ افسرانو سره د وفاقی وزیر هركلې وكړو۔ د اے این اېف ډی جی وفاقی وزیر له د ادارې آپریشنل کامیابیو په اړه تفصیلی بریفنګ وركولو كښې ووئيل د نشه ائ توكو مخنيوي نه علاوہ اے این ایف د نشه ائ توكو ختمولو لپاره په ټول هيواد كښې د خبرتيا كمپائن چلوي۔ د اے این اېف ډی جی ووئيل این اېف د نشه يانو ويړيا درملنه هم كوي ۔ په دې موقع وفاقی وزیر د اے این اېف پیشه وره کامیابيو او په قامی او سيمه ايزه كچه د نشه ائ توكو مخنيوي لپاره شوې هڅې اوستائلې۔ وفاقی وزیر د نشه ائ توكو په ضد د هر ډول مرستې باور وركړو