لاهور 14 اپریل(اے پی پی) د روغتيا صوبائی وزیرې ډاكټر یاسمین راشد وئيلي دي د لاهور میو هسپتال څخه د كورونا وائرس نور 21 رنځوران ښه كيدو نه پس كورونو ته ليږلې شوي ٬ دې نه پس میو كښې په مجموعی توګه 68 رنځوران ښه شوي كوم چې كورنو ته ليږلې شوي۔ ډاكټریاسمین راشد ووئيل میو هسپتال كښې د كورونا وائرس د ځپلې شوي 265 رنځوران بستر دي او د پنجاب حكومت د كورونا وائرس رنځورانو درملنې ، د وباء مخنيوي او اولسي ریلیف لپاره په زړه پورې ګامونه پورته كړي، پنجاب كښې نزدې 40 زره د كورونا وائرس ټیسټونه شوي، پنجاب كښې د ټیسټنګ صلاحیت هم زيات كړې شوي۔ صوبائی وزیرې ووئيل حكومت لاك ډاون كښې نرمی یا په دې كښې د پراختيا پريكړه به د اوسني صورتحال ترمخه كوي