اسلام آباد ۔ 12 اپرېل (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د ايسټر خوشحالۍ په موقعه مسيحي ورورولۍ ته مباركي وركړې ده۔ د اتوار په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل ایسټر اختر د خوشحالو او مينې وېشلو موقعه وركوي۔ زه په دې مهال مسيحي ورورولۍ سره تعلق لرونكو پارلماني غړو ته مباركي وركوم۔ ده ووئيل كورونا وائرس له امله مسيحي ورورولۍ دې دا اختر خپلو كورونو كښې ولمانځي۔ ده ووئيل مسیحی ورورولي دې په احتياطي تدبيرونو عمل كولو سره خپل ځان او خپل مينه وال كورونا وائرس څخه وساتي