اسلام آباد ۔ 15 اپریل (اے پی پی) د وزیراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سيد ذوالفقار بخاري متحده عرب امارات كښې د ګېرو پاكستانيانو په نامه خپل وېډيو پېغام كښې خواست كړے چې څوك كور دي هغه دې في الحال دغلته پاتې شي۔ پاكستان په يوه اونۍ كښې د دوه زره كسانو راوستلو صلاحيت لري ٬ له دې كبله كوم كسان چې د ټرانزټ فلائټس، وېزې ختمېدو يا د ملازمتونو ختمېدو په سبب فكر مند دي هغوي په ترجيحي بنيادونو خپل هېواد ته رارسولې شي۔ ده ووئيل متحدہ عرب امارات كښې د موجوده پاكستانيانو د ستونزو اندازه لرؤ او له دې كبله پاكستانۍ سفارتخانې خلقو ته راشن رسولو له متحرك دي۔ ده ووئيل دبئی كښې د كرفيو په سبب ستونزې رامخې ته شوي ولې ابوظهبي كښې حالات څه نه څه ښه دي۔ ده ووئيل پاكستان دا مهال دومره وسائل نه لري چې ټول بېرته راولي۔ ده ووئيل متحدہ عرب امارات څخه به يو فلائيټ د روانې مياشتې په 18 مه نېټه راځي۔ 18 اپرېل څخه وروستو به د فلائټس په اړه شېډول يو وارې بيا جاري كولې شي۔ ده ووئيل د كومو هم ستونزو په صورت د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت سره خپلې ګېلې درج كولې شې