اسلام آباد 02 اپریل (اے پی پی) د سائنس او ټیکنالوجی وفاقي وزير فواد چوهدری وئيلي دي نسټ د كرونا کټس، سینی ټائزرز او ډرون جوړ کړي، څو اوونيو كښې به مونږ د يو نيم لاکه کټس جوړولو جوګه شو، د پاکستان انجینئرنګ کونسل ترلاسه وینټی لیټرز 48 ډیزائنز كښې دوه منظورولو سره ډریپ ته ليږلي دي،ډير زر به پاکستان د وینټی لیټرز برآمد کولو جوګه شي۔د زيارت په ورځ د نسټ دورې په مهال میډیا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل دا هغه رويه ده چې كومه مونږ د پوهنتونونو څخه غواړو۔ده ووئيل تر نن به د بهر څخه د كرونا کټس درآمد کيدل خو اوس نسټ د كرونا کټس جوړولو سره ډریپ ته ليږلي۔ ده ووئېل د ډریپ منظورۍ نه پس به دا د استعمال جوګه شي۔ ده ووئيل څو اوونيو كښې به مونږ د يو نيم لاکه کټس جوړولو جوه شو۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاکستان انجینئرنګ کونسل ترلاسه وینټی لیټرز 48 ډیزائنز كښې دوه منظورولو سره ډریپ ته ليږلي دي،ډير زر به پاکستان د وینټی لیټرز برآمد کولو جوګه شي