اسلام آباد 10 مارچ (اے پی پی) د خارجه دفتر وياندې عائشه فاروقي وئېلي دي تېر كال د 5 اګست يو اړخيزه او غېر قانوني اقداماتو سره د هند حقيقي فاشسټ مخ نړۍ ته په ډاګه شوې٬د كشمير په معامله اروپائي ائتلاف٬امريكائي كانګرېس ا٬ برتانيې ٬ فرانس او د سويډن پشمول د بېلو هېوادونو په پارليمانونو كښې بحث شوې٬نړۍ منلې چې د كشمير مسئله د هند كورنۍ معامله نه ده٬د نړۍ په ښو ورځپاڼو او په بېلو چينلو”حيرت انګيز انډيا”كښې په اقليتونو او كشميريانو د هند ظلمونه رامخې ته كېږي۔د نهې پھ ورځ د اے پي پي وېب ټي وي سره خاص مركه كښې د خارجه دفتر وياندې ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د تېرو 220 ورځو راهسې لاك ډاؤن روان دے دغسې هندي عسكر د بشري حقونو خلاف ورزو او په كشميريانو ظلمونو كولو كښې بوښت دې۔دې ووئيل تېر كال د 5 اګست نه پس غېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو او په هند كښې اقليتونو او په خاص توګه په مسلمانانو تشدد سره د هند حقيقي مخ نړۍ ته په ډاګه شوې۔دې د او آئي سي خاص استازي د پاكستان دورې ذكر كولو سره ووئيل هغه نه يوازې د كشمير شخړې امن ناكه حل له د پاكستان د هڅو خوښي منلې بلكې په دې خبره ئې زور راوړې چې د كشمير مسئله د هند كورنۍ معامله نه ده۔وياندې ووئيل د مودي په مشرۍ كښې د بي جے پي حكومت په فاشسټ آر اېس اېس نظريه او د اے ټي اېف پشمول په نړيوال فورمز د پاكستان په ضد ډنډوره كښې بوښت دے۔دې ووئيل د تېر يو نيم كال په مهال د پاكستان بېلو مهمو هېوادونو سره اړيكې ښه شوي۔د پاكستان پھ حقله د ګلف هېوادونو د اړخه مثبت بدلون په حقله د پوښتنې په ځواب دې ووئيل د دې ټول كرېډېټ وزيراعظم عمران خان لري ٬پاكستان د اسلامي نړۍ يواځنې هېواد دے څوك چې د ټولو اسلامي هېوادونو سره ښې اړيكې لري۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د دوحه امن لوظ نامه او د افغانستان اولس مشر اشرف غني ټاكنې سره په افغانستان كښې د انټرا افغان ډائيلاګ او امن هدف به سر شي۔دې ووئيل د افغان امن عمل كښې د پاكستان د سهولت كار كردار ټولې نړۍ ستائلې۔په افغانستان كښې د داعش د اړخه د ترهه ګرۍ بريدونو په حقله دې ووئيل ټولو ډلو له به چمتو پاتې كېدل وي دغه وګړي امن عمل ته زيان رسول غواړي۔دې هيله څرګنده كړه چې د افغان دولت او طالبانو ترمينځه د بنديوانو تبادله به ډېر زر پېل شي۔دا د افغان نمائندګانو ذمه واري ده چې خبرو اترو ته راضي شي۔د خليج او مينځني هېوادونو سره د اقتصادي سرمايه كارۍ اړيكو په حقله وياندې په پاكستان كښې د سعودي عرب او يو اے اي د 20 اربه ډالرو سرمايه كارۍ كاميابۍ رامخې ته كړې۔د افريقې هېوادونو سره د ښو سفارتي او سياسي اړيكو باوجود د پاكستان تجارت كم دے او مونږ دوه اړخيزه تجارت د كال 5 ټريلينه ډالره ته رسولو له لوظي يو۔دې ووئيل سږ كال جنورۍ كښې په نيروبي كښې تجارتي كنفرنس وړومبې اقدام ؤ ۔د چين هوبي ولايت كښې د پاكستانو زده كوونكو په حقله وياندې ووئيل د چين حكومت د هغوي ښه خيال ساتي۔دې ووئيل خارجه دفتر خپل دوه افسران هلته لېږلې او د زده كوونكو سره يې ملاقات كړې۔وياندې د كرونا وائرس له امله په چين كښې د پاكستانې زده كونكي د مرګ په حقله په سوشل مېډيا راپور رد كولو سره ووئيل داسې كومه پیښه نه ده رامخې ته شوې