اسلام آباد ۔ 17 مئی (اے پی پی) د قومي وطن پارټي مشر آفتاب احمد خان شېرپاؤ د سماجي رابطو په وېب سائټ ټوئټر خپل پېغام كښې وئيلي دي چې پاكستان كښې د كورونا رنځورانو شمېره 40 زره نه زياته شوې ده او دا شمېره د اندېښنې وړ ده۔ ده ووئيل د مئي په اولنۍ نېټه 16817 رنځوران وو كوم چې په 17 ورځو كښې يو په دوه نه هم زيات شوي دي۔ دغسې روزانه د اوسطا ً 28 كسانو مرګ هم د اندېښنې وړ دے