بهر هېوادونو څخه پاكستانيان راوستلو له واضحه اېس او پي او پروټوكول ترتيب كړې شوي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد ۔ 11 اپرېل (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د زرګونو په شمېر پاكستانيان تر دې دمه هېواد ته راتللو ته سترګې په لار دي۔ بهر هېوادونو څخه پاكستانيان راوستلو له په په ګډه اېس او پي او پروټوكول ترتيب كړې شوي۔ خارجه وزير د خالي په ورځ خارجه وزارت كښې هېواد ته بېرته راتللو كښې د خوښي لرونكو سمندر پورې پاكستانيانو پاكستان ته زر تر زره د راوستلو عمل جاج اخستو له د خاص غونډې مشري كوله۔ غونډه كښې د تبليغي جماعت مسئلو په اړه د پارلماني سب كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي ٬ خاص سېكترمعظم علي خان ٬ د نېشنل كرائسز مېنجمنټ يونټ ډي جي سلمان اطهر او د خارجه وزارت اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ خارجه وزير ووئيل تر دې دمه مونږ د 9 خصوصي پروازونو د لارې بهر هېوادونو څخه 1600 نه زيات پاكستانيان هېواد ته رارسولي۔ بياهم د زګونو په شمېر لا سترګې په لار دي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل کینیا، تنزانیه، سوډان او چرته هم چې زمونږ د تبليغي جماعت كسان موجود دي زمونږ سفيران هغوي سره په رابطه كښې دي۔ د زائرینو زر تر زره هېواد ته بېرته راتګ له هم تګلاره وضعه كولې شي۔ مخدوم شاہ محمود قرېشی ووئيل بهر هېوادونو كښې د بنديوانو زر تر زره راخوشې كولو او هېواد ته راوستلو له بشپړه هڅې كولې شي۔ دوهم وزير شهر یار آفریدی ووئيل لكه څنګه چې خارجه دفتر او د پاكستان سفارتخانو ګرده نړۍ كښې په ايئرپورټس د موجوده پاكستانيانو خيال ساتلې هغه د ستائنې وړ دے او په دې خارجه وزير ته پېرزوئنې وړاندې كوم

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں