سعودي عربستان څخه پېښور لپاره د پروازونو په بحال كولو د وزيراعظم عمران خان مننه كوم۔ اعلی وزير محمود خان

image

پېښور ۔30 مئی (اے پی پی) د كورنا وائرس دلاسه خليجي رياستونو كښې مېشته د خېبر پختونخوا وګړو ته پېښې ستونزې كمولو له او د دوئي هېواد ته بېرته رتلل آسان جوړولو له سعودي عربستان څخه باچا خان ايئرپورټ پېښور له پروازونه بحال كړې شوي دي۔ په دې لړ كښی دې ځائې څخه جاري كړې شوي يو بيان كښې اعلی وزير محمود خان ووئيل چې سعودی عربستان څخه پېښور ايئرپورټ لپاره د نېغ په نېغه پروازونو لړۍ به سبا څخه پېل شي او د سعودي ايئر لائن پرواز به 250 مسافر پېښور ايئرپورټ ته رارسوي۔ بل پرواز به د جون په 3 مه نېټھ او درېم پرواز به د جون په 6 مه نېټھ پېښور ته رارسي۔ وزيراعلی پېښور لپاره د پروازونو په بحال كولو د وزيراعظم عمران خان مننه وكړه۔ ده په دې لړ كښې د فعاله كردار په ترسره كولو د وفاقي وزير مراد سعيد هم مننه وكړه

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں