اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د قومي اقليتې كمېشن وړومبنۍ غونډه د زيارت په ورځ د چيئرمېن چېلا رام کيولاني په مشرۍ كښئ د مذهبي چارو وزارت كښې وشوه۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري پشمول يو شمېر د سېنېټ او قامي اسمبلۍ غړو په غونده كښې ګډون كولو۔ په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري ووئيل د پاكستان آئين د اقليتونو د حقونو او د مذهبي آزادۍ ضمانت وركوي، د مسلمان په حېث زمونږ دين او مذهب هم د اقليتونو د حقونو د تحفظ حكم وركوي۔ ده ووئيل كمېشن جوړول د اوږدې مودې غوښتنه وه كومه چې اوسني حكومت سر ته ورسوله۔ پير نورالحق قادري ووئيل په ګاٶنډي هېواد كښې د اقليتونو د حقونو حالت زيات خراب دے، په روژه كښې مسلمانانو سره د هند ظلم او جبر مثال نه موندے كېږي، اقليتي کمېشن به د دغې ظلمونو او ناانصافو په ضد په نړيواله كچه غږ پورته كوي