د قامی اسمبلۍ سپیکر په مشرۍ كښې د پارلیمانی کمیټۍ غونډه

image

اسلام آباد 17 اپریل (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر خارجه وزارت ته سپارښتنه كړې چې بهر هيوادونو نه د ايسارو شوو پاكستانيانو راوستو عمل دې تند كړې شي دغسې وزير مملكت شهریار خان آفریدی وئيلې دي 1097 تبلیغیان او سيلګري په تيرو 5 ورځو كښې هيواد ته راوستلې شوي۔ د جمعې په ورځ د قامی اسمبلۍ سپیکر په مشرۍ كښې پارلیمانی کمیټۍ د سيلګرو ، تبلیغیانو او بهر هيوادونو كښې د ميشته پاکستانیانو په سمدستي توګه هيواد ته راوستو لپاره د پیشرفت جاج واخستلې شو او خارجه وزارت او نورو اړوندو ادارو ته افغانستان، ایران او مينځني ختيز كښې د ايسارو شوو پاکستانیانو هيواد ته راستنولو لپاره د سمدستي اقدامات سپارښتنه وشوه۔ ذیلی کمیټۍ چیئرمین شهریار خان آفریدی په دې سرخط د شوې پیشرفت په اړه تفصیلی بریفنګ وركړو ۔ ده ووئيل بهر هيوادونو كښې ګهير شوي 1097 تبلیغیان د خاص پروازونو د لارې هيواد ته راوستلې شوي۔ ده ووئيل د تبلیغیانو 237 افغانان وګړي د کورونا ټيسټ منفی راتللو نه پس هيواد ته ليږلې شوي۔ اسپیکر ته دا هم ووئيل شول د كله نه چې کمیټۍ ذمه وارۍ اخستې د کورونا منفی ټيسټ به راتللو نور 243 غیر ملکیان هم پاکستان څخه بهر ليږلې شوي، دې نه ځانله د لاك ډاؤن په وجه د پاکستان بيلو برخو كښې ګهير شوې تبلیغیان خپلو كورونو ته ليږلې شوي۔ شهریار آفریدی ووئيل 263 پاکستانیان جاپان او بنکاك څخه اسلام آباد ته راوستلو سره قرنطین کړې شوې وؤ او د هغوي نمونې کورونا وائرس ټسټ لپاره ليږلې شوي وې۔ ده ووئيل تفتان پولې څخه 50 سيلګري پنجاب ته راوستلې شوې وؤ او بيا د قرنطینه موده پوره كولو نه پس هغوي خپلو كورونو ته ليږلې شوي وؤ۔ دې نه ځانله يو بل پرواز كښې د متحدہ عرب امارات څخه 250 پاکستانیان هيواد ته راوستلې شوي ؤو، كوم چې د قرنطینه موده پوره كولو نه پس خپلو كورونو ته ليږلې شوي وؤ۔ شهریار آفریدی کمیټۍ ته ووئيل جدې څخه يو پرواز 542 پاکستانیان هيواد ته راوړلې وؤ كوم چې قرنطین کړې شوې دي۔ شهریار آفریدی کمیټۍ ته ووئيل 200 بنديوان كوم چې متحدہ عرب امارات خوشې كړې وؤ هغه فیصل آباد ته رارسيدو سره قرنطین كړې شوي۔ شهریار آفریدی ایران ، افغانستان او خلیجی ریاستونو كښې ګهيرو شوو پاکستانیانو هيواد ته راوستلو په اړه راپور هم وړاندې كړو۔ د قامی اسمبلۍ سپيكر د شهریار آفریدی په مشرۍ كښې د پارلیمانی کمیټۍ هڅې او كردار اوستائلو۔ ده د ګېرو شوو سيلګرو او تبلیغیانو خپلو كورونو ته رسولو كښې په آسانيو وركولو هم د چارواكو ستائنه وكړه۔ په دې مهال اسد قیصر په افغانستان كښې د ګهيرو شوو پاکستانیانو په سمدستي توګه هيواد ته راستنولو په اړه د افغان چارواكو د اړخه د تاخیر جاج واخست او خارجه وزارت ته ئې سپارښتنه وګړه چې دا عمل تند كړي۔ ده د وزیر اعظم د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معید یوسف سره هم رابطه وكړه او سپارښتنه ئې وكړه چې دا عمل تند كړې دغسې چې كهير شوي پاکستانیان په بيړني بنيادونو هيواد ته راوستلې شي۔ اسپیکر په پاکستان كښې د افغانستان سفیر او کابل كښې پاکستانی مشن سره هم د رابطې كولو پريكړه وكړه دغسې چې معامله په اعلی كچه پورته كړې شي

مضمون کا ماخذ : عظیم البینی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں