اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي ځوانان دې د کرونا ټائیګر فورس برخه جوړېدو سره د دې وباء په ضد منظمو هلو ځلو كښې زمونږ ملګرتيا وكړۍ۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل زه غواړم چې ځوانان د كرونا عوندې آفت مخنيوي لپاره په هلو ځلو كښې زمونږ ملګرتيا وكړي او زمونږ د كرونا ټائیګر فورس كوم چې د دې وباء څخه د پېدا كېدونكو مسئلو په ضد جهاد لپاره منظم كوٶ، برخه جوړېدو سره د رنځو په ضد هلو ځلو كښې خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل د سټیزن پورټل اېپلیکشن وكاروې او خپل انداراج وكړې، پاکستان سټیزن پورټل د وګړو د ګيلو لرې كول لپاره په وفاقي او صوبائي كچه د ټولو ادارو ترمېنځه د رابطو كوټلې نظام دے