اسلام آباد 20 مارچ (اے پی پی(اولس مشر ډاكټر عارف علوي د كورونا وائرس څخه بچ كېدو په حقله اولسي خبرتيا لپاره د سياسي ګوندونو او مېډيا مثبت كردار ستائېلو سره وئېلي دي چې د كورونا وائرس څخه بچ كېدو په حقله اولسي خبرتيا لپاره د سياسي ګوندونو او مېډيا مثبت كردار د ستائنې وړ دې٬ځوانان دې په دې سخت وخت كښې د وګړو مرستې له چمتو شي٬ډاكټر په دې هلو ځلو كښې زمونږ ملګري دي٬زه باور لرم چې قام به پھ دې چېلنج قابو موندلو كښې بريالې شي۔د جمعې په ورځ كورونا وائرس څخه بچ كېدو او په دې اړه خبرتيا پیدا كولو له خپل وېډيو پېغام كښې اولس مشر ووئيل چې د كورونا وائرس سره به مونږ له په اجتماعي توګه جنګ كول وي٬دې مقصد لپاره دې احتياطي تدابير خپل كړی شي۔ده ووئيل چې د يو بل سره د ملاقاتونو سلسله دې كمه كړی شي او د لاسونو او مخ وينځلو ته دې خاص پام لرنه وكړی شي۔اولس مشر په دې حقله ځينې مهم نكات رامخې ته كولو سره ووئيل چې كورونا وائرس يو جنګ دې كوم سره به چې مونږ له په خپلو كورونون كښې جنګ كول وي٬زه سياسي شخصياتو او مېډيا نمائندګانو ته خواست كوم چې اولسي خبرتيا لپاره د ذمه وارۍ سره كمپائن وچلوي۔زه د سياستمدارو٬سياسي ګوندونو او د مېډيا مننه كوم چا چې د كورونا وائرس مخ نيوي لپاره تيارۍ او د احتياط په حقله مثبت خبرې رامخې ته كړی دي۔ده ووئيل دا يو عام جنګ نه دې۔زلزله يا سېلاب چې چرته راځي نو وګړي هلته تللو سره په صورتحال قابو مومي خو دا د هر كور خبره ده۔اولس مشر ووئيل د چين د تجربې له مخې دا خبره ضروري ده چې سياسي او مذهبي ګوندونو نه علاوه د سماجي ادارو يوت تنظيمونه دې خپلې تيارۍ پیل كړي٬ځوانان دې د وګړو مرستې له چمتو شي خو خپل احتياط دې وړومبې وكړي۔اولس مشر ووئيل زه د سماجي ادارو مننه كوم كوم چې د اولسي خذمت لپاره وړاندې شوي دي او د حاجت له مخې وګړو له خوراك وركوي۔ده ووئيل زمونږ ډاكټران زمونږ وړومبې صف دې زه د هغوي همت زياتول غواړم او هغوي ته وئېل غواړم چې قام په هغوي انحصار كوي٬هغوي دې خپل احتياط هم وكړي