وزيراعظم عمران خان سره د مذهبي چارو وفاقې وزير سره ملاقات

image

اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د علماﺀ كرامو په مشاورت او لارښوونه د روژې مياشتې لپاره لائحه عمل ترتيب كړئ۔ د وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم دا سپارښتنه د مذهبي چارو وزير پير نورالحق قادري سره په خبرو كښې كړې چا چې ده سره د جمعې په ورځ ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال علماﺀ او مشائخو سره د صدر په مشرۍ كښې د شوي ملاقات په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم ووئيل زه به په راتلونكې اوونۍ كښې خپله هم علماﺀ كرامو سره ملاقات كوم۔

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں