مقبوضه كشمير كښې 71 زره وګړو له يو وېنټي لېټر ٬ 3900 لپاره يو ډاكټر ولې د هر 9 كشميري وګړو لپاره يو وسله په لاس پوځي موجود دے۔ صدر ډاكټر عارف علوي

image

اسلام آباد ۔ 19 اپرېل (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي مقبوضه كشمير كښې د روغتيا بنيادي آسانۍ رسنې په ځائې هندي حكومت د خپلو وسله والو ځواكونو د بربريت ٬ تشدد او جارحيت د لارې په كشميري اولس د لا فشار اچولو هڅو كښې بوخت دے۔ د اتوار په ورځ مقبوضه كشمير كښې د روغتيا څانګې ناوړه صورتحال په اړه ده ووئيل د هندي ميډيا راپور له مخې مقبوضه كشمير كښې 71 زره وګړو له يو وېنټي لېټر ٬ 3900 لپاره يو ډاكټر ولې د هر 9 كشميري وګړو لپاره يو وسله په لاس پوځي موجود دے۔ صدر ووئيل كال 1989ء څخه تر دې دمه مقبوضه کشمیر كښې 95 زره بې ګناه كسان شهيد كړې شوي دي۔ دا شمېره نړۍ ته يو غږ دے۔

مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں