وفاقي دارالحکومت كښې ټولو نجي او سركاري تعليمي ادارو لپاره د آن لائن تعليم وركولو اعلاميه جاري شوه

image

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزارت اسلام آباد كښې ټولو نجي او سركاري تعليمي ادارو لپاره د آن لائن تعليم وركولو اعلاميه جاري كړې ۔ د شورو په ورځ د وزارت لخوا د جاري اعلاميې له مخې د اسلام آباد ټولې تعليمي ادارې به د 26م نومبر نه تر 24 دسمبر آن لائن تعليم وركوي او د ژمي رخصتي به د 25م دسمبر څخه تر 10مې جنورۍ وي٬ د اعلاميې له مخې په دسمبر كښې شېډول ټول تعليمي امتحانونه به د جنورۍ د 15مې نيټي كال 2021 نه وروستو اغستل وي

مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں