د وزیراعظم عمران خان كابینې غونډې ته وينا

image
APP47-02 ISLAMABAD: June 02 - Prime Minister Imran Khan chairs meeting of the Federal Cabinet. APP

اسلام آباد 02 جون (اے پی پی) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقی كابینې غونډه د نهې په ورځ وشوه۔ وفاقی كابینې ته د شوګر انكوائری رپورټ سفارشاتو په رڼا كښې د سباؤن تګلارې او اړوندو ادارو د اړخه د نورې كاروائي په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے شو، انكوائری رپورټ په رڼا كښې د رامخې ته شوو حقائقو جاج اخستلو لپاره د بین الوزارتی كمیټۍ جوړولو پريكړه وشوه۔ وزیراعظم غوندې ته ووئيل د حكومت د اړخه د شوګر انكوائری مقصد هغه وجوهات او حقائق رامخې ته كول وؤ چې له امله ئې د چینو بيعه كښې زياتوالې رامخې ته شوې او په اولس غیر ضروری بوجھ اچولې شوې، د انكوائری په نتيجه كښې د حقائقو په رڼا كښې نظام نه د موجوده خرابۍ لري كولو او اصلاح لپاره دې اقدامات وكړې شي۔ وزیرِ اعظم ووئيل د دې اقداماتو مقصد دا خبره باوري كول دي چې سباؤن كښې اولس د استحصال او غیر ضروری بيعو زياتوالې د بوجھ څخه محفوظ پاتې شي۔ كابینې ته د صوبو د اړخه د غنمو اخستلو په اړه په تر اوسه پیشرفت او سباؤن كښې د طلب او رسد اندازو په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې پريكړه وشوه دا خبره دې باوري كړې شي چې سباؤن كښې د غنمو او اوړو كمې راپيدا نه شي او طلب او رسد كښې توازن وي او يو اعلیٰ پائې كمیټی دې جوړه كړې شي كومه به چې په دې اړه سفارشات مرتب كوي او دې سره سره به كمیټی فلور ملز سره اړوندو چارو كښې اصلاحات په اړه سفارشات تجویز كوي

مضمون کا ماخذ : loteria Ceará
متعلقہ مضامین
مزید خبریں