راروان بجټ كښې يو شمېر پرمختيائي منصوبې شامل كړې شوي دي۔ د سي ډي اے چيئرمېن

image

اسلام آباد ۔ 7 جون (اے پی پی) د سي ډي اے چيئرمېن عامر علي احمد وئيلي دي د كاروباري ډلې په غوښتنه راروان بجټ كښې يو شمېر پرمختيائي منصوبې شامل كړې شوي دي۔ په دې منصوبو كښې د بېلو ماركيټونو ترقي ٬ د اېكسپرېس وے پراخا كول ، د راول چوک پراخا كول ، 10 ایونیو ،انډسټریل اېریاز او د کهوټه ټرېنګل پرمختيائي كارونه شامل دي۔ دا خبره ده د اسلام آباد چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری (آئی سی سی آئی) صدر احمد وحید سره خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د آئی سی سی آئی صدر ووئيل چې سی ډی اے بورډ ډېره موده وړاندې د صنعتي بلډنګ قانون كښې د بدلون منظوري وركړې وه ولې په دې عملدرآمد نه دې شوې۔ ده په دې خبره زور راوړو چې دا مسئله دې زر تر زره حل كړې شي۔

مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں