پاكستان رېنجرز د ويجاړې شوې الوتكې ملبې څخه ترلاسه شوې سامان د پي آئي اے چارواكو ته وسپارلو

image

کراچی۔26 مئی(اے پی پی) د پاکستان رېنجرز لخوا د كراچۍ په ماډل كالونۍ سيمه كښې د الوتكې پېښې ځائې څخه د ويجاړې شوې الوتكې ملبې نه ترلاسه شوې سامان د پي آئي اے چارواكو ته وسپارلو۔ د سندھ رېنجرز لخوا د اتوار په ورځ د جاري كړې شوې اعلاميې له مخې د پېښې ځائې څخه ترلاسه شوې ټول سامان د پي آئي اے چارواكو ته وسپارلې شو۔ د پېښې ځائې څخه ترلاسه شوي سامان كښې موبائل فونز، لېپ ټاپ، آئی فون، الېکټرانک آئټمز، ګولډ او آرټیفیشل جیولری، بېل ډول كورنې سامان ، هېنډ بېګز ٬ لېډیز او جېنټس پرس، پاسپورټس او نور قيمتي څيزونه شامل دي۔ په ترلاسه شوي سامان كښې د 3 کروړه 24 زره 300 روپو سوزېدلي نوټونه او نغدې 16 لکھ 67 زره 692 پاكستانۍ روپۍ ٬ 70 پاؤنډز او 625 ډالرز هم شامل دي۔ پی آئی اے چارواكو رېسكيو آپرېشن كښې د رېنجرز لخوا پورته كړي ګامونه ستائلو سره دوئي ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ د پي آئي اے چارواكو د ترلاسه شوي سامان تفصيلات هم جاري كړې دي

مضمون کا ماخذ : گرم گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں