هنګو ، د ظهور شاكر ټل تحصيل كښې د احساس پروګرام ډسټري بيوشن سېنټر دوره

image

هنګو۔ 20 اپرېل (اے پی پی) هنګو كښې د خېبر پختونخوا وزيراعلې د اوقاف په خاص مرستيال ظهور شاكر ټل د احساس پروګرام ډسټري بيوشن سېنټر دوره كړې چرته چې ده مستحقينو ته د روپو د ادائيګۍ عمل جاج اخستې۔ په دې مهال ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل احساس کفالت پروګرام ګرده نړۍ كښې ستائلې شي۔ د دې پروګرام له مخې مستحقو كورنيو ته د كورنۍ په سر 12 زره روپۍ وركولې شي۔ دهنګو ضلعې د زرګونو په شمېر وګړې دې پروګرام څخه مستفيد شوي ۔ده ووئېل دا پروګرام كومه سياسي لاس وهنه نه لرې او په سپېځلي ډول روان دے۔ ده ووئيل ضرورت مندو كورنيو ته به د صوبائي حكومت لخوا هم د كورنۍ په سر 6 زره روپۍ وركولې شي۔ دې ووئيل كورونا وائرس څخه بچ كولو له بشپړه طبي او انتظامي ګامونه پورته كولې شي

مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں