اسلام آباد ۔ 4 اپرېل (اے پی پی) پاکستان د افغان حكومت خاص خواست او بشري خواخوږۍ په بنياد پاكستان كښې مېشته افغان وګړو ته د دوئي په خوښه بېرته د تلو اجازې وركولو پرېكړه كړې ده۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند وئيلي چې په دې لړ كښې به د طورخم او چمن پولې لارې د روانې مياشتې 6 مې نېټې څخه تر 9 مې نېټې افغان وګړو ته آسانۍ وركولو له پرانستلې شي۔ وياند ووئيل د يو ګاونډي هېواد په حېث او د ورورولۍ اړيكې او په خاص توګه نړيوال وبائي صورتحال نظر كښې نيولو سره پاكستان افغان اولس سره د يو والي څرګندونې كولو پابند دې