اسلام آباد ۔ 20 اپریل (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئيلي دي كورونا وائرس د ګردې نړۍ هېوادونو پارلمانونو چېلنجونه رامخې ته كړي۔ په سېنېټ هال كښې سماجي فاصلې ساتلو سره غونډه كول ممكن نه ده ۔ پارلماني رواياتو ته پام كولو سره دې د سېنېټ غونډې د قامي اسمبلۍ هال كښې د كولو اجازه راكړې شي دغسې چې سېنېټ خپل كردار ترسره كړي۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر ته خپل خط كښې صادق سنجراني لېكلي كورونا وائرس د ګردې نړۍ پارلمانونو له چېلنجز رامخې ته كړي۔ په سېنېټ هال كښې د سماجي فاصلې ساتلو سره غونډه كول ممكن نه ده ۔ د روغتيا اېډوائزرۍ تر مخه د سېنېټ غونډه سېنېټ هال كښې كېدې نه شي۔ ده لېكلي په كال 1993ء كښې قامي اسمبلۍ كښې د اور لګېدو پېښې له امله د اسمبلۍ غونډې به سېنېټ چېمبر كښې كېدلې ۔ نن هم غېر معمولي صورتحال سره مخ يؤ او د سېنېټ غونډه پخپل ايوان كښې نشي كېدې ځكه پارلماني رواياتو ته پام كولو سره دې د سېنېټ غونډه د قامي اسمبلۍ هال كښې د كولو اجازه راكړې شي دغسې چې سېنېټ خپل كردار ترسره كړي