اسلام آباد ۔ 15 اپریل (اے پی پی) د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي آن لائن زده كړې د تعليم يوه فعاله ذريعه ده او د كووډ ۔19 له امله د زده كړو ادارو بندول د حكومت يوه زړه وره پرېكړه وه۔ د شورؤ په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل حكومت پي ټي وي سره په ګډه هغه زده كؤونكو لپاره تعليمي پروګرام پېل كړې كوم چې د كورونا وائرس د لاسه كورونو كښې په پاتې كېدو مجبور دي۔ ده ووئيل ټېلی سکولنګ زده كوؤنكو ته په كور د زده كړو آسانۍ وركوي او دا په ټي وي د لوستې پروګرام پروګرام پېل كولو پلو يو مهم ګام دے۔ وفاقي وزير ووئيل د هائر اېجوكېشن كمېشن پوهنتونونو ته هدايت كړې ؤ چې آن لائن كلاسونه پېل كړي ولې د تكينيكي ستونزو او د هېواد په ځينو سيمو كښې د انټرنېټ د آسانيو نشتوالي په سبب دا پلان كامياب نشو