د 24 ساعتو په مهال 1049 نوې كیسونه رامخې ته شول ، نور 40 كسان مړه شول

image

اسلام آباد 06 مئی (اے پی پی) نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر د كورونا وائرس وبا په اړه تازه اپ ډیټ جاری كړے، هيواد كښې د كورونا وائرس ایكټو كیسونو شميره 15807، تصدیق شوې او د مجموعي كیسونو شميره 22550 ته رسيدلې ده ، د تيرو 24 ساعتو په مهال 1049 نوي كیسونه راپور شوي ، دغسې 40 نور كسان مړه شوي ٬ دې سره د مړو مجموعي شميره 526 ته رسيدلې ده۔ این سی او سی له مخې پنجاب كښې د كورونا وائرس كیسونو شميره تر ټولو زياته 8420 ته رسيدلې ، سندھ كښې 8189 د كورونا وائرس كیسونه راپور شوي، په خیبر پښتونخوا كښې 3499 او اسلام آباد كښې 485 ته كېسونه رسيدلي ، بلوچستان كښې 1495, ګلګت بلتستان كښې 386كیسونه راپور شوي ، آزاد كشمیر كښې د كورونا وائرس كیسونو شميره 76 ته رسيدلې ده۔ ټول هيواد كښې تر اوسه 6217 رنځوران ښه شوي۔ این سی او پی له مخې د كورونا وائرس له امله د مړو كسانو شميره 526 ته رسيدلې ده۔ د تيرو 24 ساعتو په مهال 40 نور كسان مړه شوي۔ په مجموعی توګه سندھ كښې 148، پنجاب كښې 156، كے پی كے كښې 194، ګلګت بلتستان كښې 3، اسلام آباد كښې 4 او بلوچستان كښې 21 رنځوران د كورونا له امله مړه شوي۔ د كرونا وائرس په ځائې توګه د خپريدو شرح 84 فیصده او دغسې د غیرملكی مزل په وجه د خپريدو شرح 16 فیصده ده۔ تر اوسه د 2 لكهه 32 زره 582 كسانو د كورونا وائرس ټیسټونه شوي، په تيرو 24 ساعتو كښې د 10178 كسانو ټیسټونه شوي۔ د هيواد په 717 روغتونونو كښې جوړ آئسولیشن وارډز كښې 4405 رنځوران بستر دي۔ د 203 رنځورانو حالت اندېښمن دے

مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں