د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د تبلیغی جماعت مجلس شوری غړو وډیو لنك غونډې ته وينا

image
APP60-07 ISLAMABAD: April 07 - Speaker National Assembly Asad Qaiser offering dua during a meeting with federal minister and Representative of Tablighi Jamaat at Parliament House. APP

اسلام آباد 07 اپریل (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر کرونا وائرس يوه انسانی المیه ګرځولو سره وئيلي دي دا مهال مونږ له تر ټولو زيات اتحاد او يووالي ته اړتيا ده۔ د نهې په ورځ د سپیکر په مشرۍ كښې د تبلیغی جماعت مجلس شوری غړو وډیو لنك د لارې غونډه وشوه چې پكښې د وفاقی وزيرانو نور الحق قادری، شهریار آفریدی، اعجاز شاہ پشمول د خارجه وزارت ، ایوی ایشن، كورنيو چارو او روغتيا چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د کرونا وائرس وباﺀ او د هغې په اثراتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د تبلیغی جماعت د شوری غړو ټوله نړۍ كښې د ګهير تبلیغی جماعت غړو په اړه بریفنګ وركړو۔ په غونډه كښې د تبلیغی جماعت غړو سره په پنجاب كښې د اوسني صورتحال جاج واخستلې شو۔ په دې موقع سپیکر اسد قیصر ووئيل دا يوه نړيواله وباﺀ ده،دا د كوم مذهب یا مسلك سره تړل به غیر مناسب وي، کرونا وباﺀ مخنيوي لپاره يو موټې كيدو ته اړتيا ده۔ ده ووئېل مونږ د يو سخت وخت څخه تيريږو په داسې صورتحال كښې قام د تقسیم متحمل كيدې نشو۔ د قامی اسمبلۍ سپيكر ټولو سيلګرو لپاره يوه کمیټي جوړه كړه كومه به چې د شهریار آفریدی په مشرۍ كښې د سيلګرو په اړه كار كوي۔ کمیټي به بهر هيوادونو كښې د ګهيرو شوو كسانو راوستلو او د هغې نه د پس صورتحال قابو کوي۔ سپیکر (نن) د شورو په ورځ هيواد ته راستنيدونكو سيلګرو سره به هم ملاقات کوي۔ د کرونا وائرس مخنيوي لپاره د قامی اسمبلۍ سپيكر اسد قیصر د هر مکاتب فکر علماء، او د سمندر پورې پاکستانو پلاوي سره د ملاقاتونو پريكړه هم وكړه

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں