د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټوېټ

image

اسلام آباد 20 مارچ (اے پی پی(د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي چې وفاقي حكومت د كورونا وائرس خپرېدو مخ نيوي او د اولسي تحفظ باوري كولو لپاره د ملازمانو لپاره احكامات جاري كړي٬د 50 كاله څخه زيات عمره٬نزلې او زكام كښې اخته ملازمان دې په كورونو كښې كېښناستلو سره سركاري چارې ترسره كړي٬دوه اونو لپاره د نادرا٬پاسپورټ اينډ اميګرېشن٬سي ډي اے ون ونډو٬دفترونو كښې د ماشومانو لپاره د ډے كيئر سنټرو پشمول داسې ټولې څانګې بند كړی شوي دي٬شاپنګ مالونه به د شپی لس بجې بندولې شي۔د جمعې په ورځ د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان په خپل ټوېټ كښې ووئيل چې د پاكستان د اولس تحفظ او سلامتيا ته پام لرنه كوو٬پنځلس ورځو لپاره حكومت ټولې وفاقي دفترو كښې د ملازمانو لپاره احكامات جاري كړي۔دې ووئيل چې د مهمو چارو ترسره كولو لپاره دې سټاپ / افسران خپله حاضري باوري كړي٬د 50 كلونو څخه زيات عمره ملازمانو ته د كور څخه د كار كولو سپارښتنه شوې۔دې ووئيل نزله زكام يا پھ نوره ناروغۍ كښې اخته ملازمان دې د كور څخه كار وكړي۔په دفترو كښې په ډے كيئر سنټرې بند وي٬هغه مېرمنې ملازمانې كوم چې د كوچنيانو مياندې دي هغوي ته هم د كورونو څخه د چارو ترسره كولو اجازه ده۔پبلك سروس ډيليوري ټولې دفترې به بند وي٬شاپنګ مالونه به هم د شپې په لس بجې بندولې شي۔دې ووئيل د حكومتي پريكړې له مخې دوه اونو لپاره د نادرا٬پاسپورټ اينډ اميګرېشن٬سي ډي اے ون ونډو٬دفترونو كښې د ماشومانو لپاره د ډے كيئر سنټرو پشمول داسې ټولې څانګې بند كړی شوي دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں