اسلام آباد 10 اپریل (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو په اړه خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي غریب، بې وسه او پسمانده سيمو وګړو له ریلیف وركول د وزیراعظم عمران خان لوظ دے، حكومت به په سخت وخت كښې قام يواځې نه پريږدي، د وزیراعظم د بلوچستان د پسمانده او لرې پرتو سيمو دوره كول د كرونا په ضد روانو قامي هلو حلو ته د وده وركول دي، په يووالي به په دې چیلنج قابو موندلې شي او په دې كښې به بريالې كيږو۔ د جمعې په ورځ خپل يو ټویټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزیراعظم د بلوچستان اولس لپاره د خوراك څښاك څيزونو د تعطل نه غير وركولو او صوبه كښې مستحقینو لپاره په وخت راشن وركولو له د كوټلو اقداماتو سپارښتنه كړې، معاشی هلو ځلو روانو ساتلو او د روزګار موقعې راپیدا كولو لپاره كوټلې تګلاره مرتب كولو زور راوړول د عمران خان د بلوچستان اولس سره د تعلق لرلو او احساس علامت دے۔ دې ووئيل تيرې ورځې څخه احساس ایمرجنسی پروګرام په باقاعده توګه پيل شوې، د روپو وركولو لپاره هيواد كښې 17 زره مركزونه جوړ كرې شوي۔ خاص مرستيالې ووئېل مستحقینو لپاره 144اربه روپو كښې تر اوسه 49.2 اربه روپۍ بانكونو ته ریلیز شوې دي