د وزيراعظم د احتساب لپاره خاص مرستيال بیرسټر شهزاد اکبر نجی ټی وی چینل پروګرام كښې خبرې

image

اسلام آباد 07 اپریل (اے پی پی) د وزیر اعظم د احتساب لپاره خاص مرستيال بیرسټر شهزاد اکبر وئيلي دي وزیر اعظم عمران خان د مافیا په ضد په هلو ځلو كښې په آخري پړاؤ كښی دے، حکومت د احتساب عمل د خپل ځان څخه پيل كړې د كوم مقصد چې هيواد كښې د بدعنوانۍ خاتمه او ایماندارۍ له وده وركول دي او دې سره به هيواد كښې استحکام راپیدا شي، وزیر اعظم د قام ګټې له زړه ور او تاريخي ګام پورته كړې، هيواد كښې د بدعنوانه عناصرو په ضد به بې امتيازه د احتساب عمل روان وي۔ نجی ټی وی چینل پروګرام كښې ده ووئيل حکومت د اوړو او چينو اسکینډل كښې ككړو عناصرو په ضد به د تحقیقاتی راپور په رڼا كښې سخته کارروائی کوي۔ ده ووئيل وزیر اعظم عمران خان د تحقیقاتی راپور راوړاندې كولو د قام سره لوظ كړې ؤ او ټول بدعنوانه عناصر به د احتساب سره مخ كيږي،څوك به هم د احتساب عمل څخه نه بچ كيږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د کمیشن حتمی راپور نه پس به ټول حقائق وړندې كولې شي او دغې نه پس به حکومت په عامو وګرو د بوجھ اچولو ذمه وارو په ضد کارروائی کوي ځكه چې وزیر اعظم عمران خان د بدعنوانه عناصرو په ضد د زیروټالرنس پالیسی لري۔ بیرسټر شهزاد اکبر ووئيل سرکاری مشینری اولس لپاره معیاری او آرزان څيززونه وركول باوري كوي او په دې اړه به هيڅ ډول بې غوري اونه زغملې شي۔ ده ووئيل وزیر اعظم عمران خان د چا څخه هم كوم خطر نه لري هغه د عام وګړي ښيګړې ته پام لرنه كوي

مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں