ګرد هېواد كښې د كرونا وائرس د تصديق شوو كېسونو شمېره61,227 ته رسېدلې او 1260 كسان مړه شوي

image

اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتو په مهال 2076 نوي كېسونه رامخې ته شوي او 36 كسان مړه شوي دي ٬ د نېشنل كمانډ اېنډ اپرېشن سنټر لخوا د جاري شوو شمېرو له مخې ګرد هېواد كښې د كرونا وائرس د تصديق شوو كېسونو شمېره61,227 ده او 1260 كسان مړه شوي دي ٬ پنځه لكه 80 زره 96 ټېسټونه شوي ٬ شل زره 231 كسان صحت ياب شوي۔ د اېن سي او سي د نوې اپ ډېټ له مخې ګرد هېواد كښې د كرونا وائرس د فعاله كېسونو شمېره 39 زره 736 او د تصديق شوو كېسونو شمېره 61 زره 227 ته رسېدلې ده۔ د اېن سي او سي راپور له مخې سندھ كښې 24 زره 206 كېسونه راپور شوي دغسې پهنجاب كښې 22 زره 37 كېسونه ٬ خېبر پېښتونخوا كښې 8 زره 483 او په اسلام آباد كښې 2015 كېسونه راپور شوي٬ بلوچستان كښې 3616، ګلګت بلتستان كښې 651 کېسونه رپاور شوي ۔ د اېن سي او سي راپور له مخې تر اوسه په هېواد كښئ 20 زره 231 رنځوران ښه شوي دي۔ ګرد هېواد كښې په 726 روغتونونو كښې 4700 رنځوران بستر دي چې پكښې د 457 كسانو حالت اندېښمن دے۔

مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں