اسلام آباد 20 اپریل (اے پی پی) د وزیراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سیّد ذوالفقار بخاری وئيلي دي بهر هيوادونو نه به 20 نه تر 28 اپریل ٦٥٠٠ كسان هيواد ته راوستلې شي۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په سپارښتنه په بهر هيوادونو كښې ايسار 6 زره 500 پاكستانيان به 20 نه تر 28 اپريل هيواد ته راوستلې شي۔ده په خپل بيان كښې مسافرو ته خواست وكړو چې دا غیر معمولی حالات دي، كوم هم تکلیف څخه بچ كيدو لپاره به الوتكه كښې د كيښناستو څخه وړاندې اول ځان د ټریول اېس او پی څخه خبر كړې