د سعودي خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره ټېلېفوني خبرې

image

اسلام آباد ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي سوچ نه غېر تر 21 ورځو په لاك ډاؤن كولو د هند وزيراعظم خپل اولس څخه معافي غوښتلو سره مخ شو نو ځكه وزیراعظم عمران خان لاک ډاؤن سره اتفاق نه كوي۔ د شورؤ په ورځ بيان كښې خارجه وزير ووئيل خپل سعودي همڅنګ شهزاده فېصل بن فرحان سره زما تفصيلي خبرې شوي۔ ما هغه سره د كورونا د لاسه په سعودي عربستان كښې د لسو كسانو په مړينه غمرازي او د يو والي څرګندونه كړې۔ ده ووئيل زمونږ زياتره عمره زائرين كوم چې سعودي عربستان كښې ګېر وو خېريت سره خپلو كورونو ته رسېدلي۔ ما په دې لړ كښې په مرسته كولو د هغه مننه هم وكړه۔ د حج په اړه سعودي خارجه وزير ووئيل په دې اړه د صورتحال جاج اخلو كوم چې لا ښكاره نه دے۔ سعودی خارجه وزير ووئيل د عمرې په ادا كولو د بندېز او د جوماتونو د بندولو پرېكړې ګرانې وې ولې د بشري ژوند بچ كولو لپاره مو دا سخت ګامونه پورته كړل او دين هم د دې اجازه وركوي۔ مونږ دې خبرې ته هم صلاح شؤو چی د كورونا په وبائي چېلنج او نورو سيمه ايزو چارو مشاورت له به يو بل سره تماس نيسو۔ مونږ به سعودي عربستان سره په ګډه د او آئي سي ټولو غړو هېوادونو سره تعلق لرو دغسې چې يو كوټلې تګلاره خپله كړې شي۔ ده ووئيل كورونا وباﺀ سره يوازې پاكستان نه بلكې ټوله نړۍ مخ ده۔ امريكا او لوئيديز زيات وسائل لري ولې د هغوي صورتحال ستاسو په وړاندې دے۔ مونږ د وباﺀ تے مخه د پرمختګ كوونكو هېوادونو د معاشي ستونزو معامله هم پورته كړې۔ ده ووئيل پاكستان كښې د كرونا ټېسټنګ استعداد او د قرنطينه آسانۍ زياتېږي۔ ده ووئيل مونږ د بشري ژوند ساتنې له لاك ډاؤن هم ضروري ګڼو ولې بلخوا د لاك ډاؤن ضرر رسوؤنكې اغېز ته هم پام كوؤ دغسې چې اولس د ضرورت څيزونو كمي سره مخ نه شي۔ مونږ يوه فارموله په ګرده نړۍ نافذ كولې نشؤ۔ هر يو هېواد له به د خپلو حالاتو له مخې پرېكړه كول وي۔ ده ووئيل د سوچ نه ځانله تر 21 ورځو په لاك ډاؤن كولو د هند وزيراعظم خپل اولس څخه معافۍ غوښتلو سره مخ شو ځكه خو وزيراعظم عمران خان لاك ډاؤن سره اتفاق نه كوي او غواړي چې حكمت سره مخ په وړاندې لاړ شؤو

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں