د صدر علماﺀ كرامو سره مشاورت نه وروستو متفقه اعلاميه خوشبينه ده۔ د روژې مباركه مياشت كښې د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوي په ضد د صدر د لارښودنې كردار د ستائنې وړ دې۔ د دې وباﺀ بشپړه درملنې احتياط دے۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان

image

اسلام آباد ۔ 19اپرېل (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د صدر علماﺀ كرامو سره مشاورت نه وروستو متفقه اعلاميه خوشبينه ده۔ د روژې مباركه مياشت كښې د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوي په ضد د صدر د لارښودنې كردار د ستائنې وړ دې۔ د دې وباﺀ بشپړه درملنې احتياط دے۔ د اتوار په ورځ خپل ټويت كښې خاص مرستيالې ووئيل د کورونا په ضد جنګ او قامي هڅو ته تقويت وركولو كښې د علماﺀ كردار ډېر مهم دے۔ اولس د منبر او محراب لخوا راتلونكې آواز ډېر احترام سره او په غور اوري۔ علماء کرام دې د شرعي احكاماتو خيال ساتلو او فرض ترسره كولو سره د احتياطي تدبيرونو خپلولو په لړ كښې د اولس لارښودنه هم وكړي۔ وائرس څخه بچ كېدو له د احتياطي تدبيرونو خپلولو ٬ د حفاظتي ضابطې پابندي كولو او د نظم وضبط په اړه تلقين ډېر ضروري دې۔دې ووئيل د روژې مباركې مياشتې په مهال دې اولس كورونو كښې عبادت وكړي۔ د روژې مباركې مياشتې رحمتونو سره به هر يو كورروښانه شي۔ د لارښودنې په اصولو عمل كولو سره به هر يو مسلمان په كور كښې پاتې كېدو سره د پاك پروردګار بركتونه او عنايتونه ترلاسه كړي

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں