د جنوني ډلو د لارې د خلكو وژنې او د اقليتونو په ضد د كركې په بنياد پیښو سره د بي جے پي د حكومت خوني څېره نړۍ ته ورمخې ته شوې۔خارجه دفتر

image

اسلام آباد 06 جنوری (اے پی پی)پاكستان اقليتونو سره د ناروا سلوك په اړه د هند ډنډوره رد كړی او وئېلې يې دي ننكانه صاحب او پېښور كښې د امن په اړه د انفرادي نوعيت یپښې د بے جے پي حكومت لخوا اقليتونو سره د بدسلوكۍ د شر راجوړونكې ډنډورې سره تعبير كول د پاكستان په ضد د هند د كردار كشۍ د روايتي كمپائن برخه ده چې مقصد يې په مقبوضه جمو كشمير كښې د روانې رياستي ترهه ګرۍ او په هند كښې دننه د اقليتونو په ضد د منظم معتصبانه اقداماتو څخه د نړۍ پام بل پلو ګرځول دي۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي پاكستان د هند دا ډنډوره او او بې بنسټه تورونه رد كوي داسې تورونه او پروپېګنډې سره د بے جے پي حكومت په مقبوضه جمو كشمير كښې خپل غېر قانوني اقدامات٬د شهريت امتيازي ترميمي ايكټ او د وګړو د اندراج په شان د معتصبانه قانون په غبرګون كښې پیدا شوې صورتحال نه شي پټولې ۔ وياندې وئېل دي پاكستان د سكھ مذهب پشمول د ټولو مذهبي ځايونو او د اقليتونو د عبادت ځايونو ډېر احترام كوي٬په بيان كښې وئېلي شوي مونږ د ګرد وارا ننكانه صاحب پھ مقدس ځاې د بريد او بې حرمتۍ په اړه د هند ټول تورونه په سختۍ سره رد كوو۔دا دروغ د آر اېس اېس او د بي جے پي د بدنام زمانه ډنډورې د كمپائن برخه ده چې پكښې به دوي د هر وخت پشان دا ځل هم پاتې راځي٬په ټوله نړۍ كښې سكھ ټولنه د دې حقيقت نه خبر ده چې د وزيراعظم عمران خان حكومت اقليتونو او د دوي مذهبي ځايونو ته څومره اهميت وركوي۔ بةيان كښې وئېلې شوي د تاريخي كرتارپور لارې په 9 نومبر 2019 كښې پرانسته د وزيراعظم پھ دې لړ كښې د سوچ څرګندونه ده۔د سكھ ځوان د قتل په افسوس ناكه پیښه هند د سياست كولو ناوړه هڅه كوي كومه چې شر راجوړول او د غندنې وړ ده ۔ بيان كښې ئوېلې شوي څنګه چې د قتل پیښه رامينځ ته شوه په سمدستي توګه مقدمه درج شوه او د لوړې كچې تحقيقاتي كمېټي تشكيل شوه۔د قانوني كاروائي په نتيجه كښې ككړو عناصرو ته به د قانون له مخې سزا وركولې شي۔پاكستان د هندو٬سكھ او د مسيحي ټولنې پشمول د بېلا بېلو مذهبونو د منوونكو هېواد دے٬د پاكستان دستور ټولو وګړو ته برابر حقونه وركوي ۔ د خارجه دفتر تر مخه حكومت د كوم ډول فرق خاتمه خپل فرض ګڼي٬آر اېس اېس سوچ لرونكې د بي جے پي حكومت هېڅ حق نه لري چې هغه خپل ځان د اقليتونو د محافظ په توګه وړاندې كړي٬ د بابري جومات شهادت٬په ګجرات كښې د زرګونو مسلمانانو عامې وژنې٬د جنوني ډلو د لارې د خلكو وژنې او د اقليتونو په ضد د كركې په بنياد پیښو سره د بي جے پي د حكومت خوني څېره ټولې نړۍ ته څرګنده شوې۔ بيان كښې وئېلې شوي د بي جے پي حكومت لپاره به ښه دا وي چې په هند كښې روانې انساني الميې ته پام وكړي او په هند كښې اوسېدونكو اقليتونو ته ترهه ګرۍ څخه تحفظ وركوي

مضمون کا ماخذ : loteria estadual
متعلقہ مضامین
مزید خبریں