خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ”اېف اېم کنکټ” په درېمه ناسته كښې د نړيوالو چارو محققينو٬ دانشورانو او پوهانو سره وليدل

image

اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي دانشوران په ټولنه كښې رامخې ته كېدونكو بدلونونو څخه قام خبر ساتلو لپاره مثبت سمت له لارښوونه كوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د زيارت په ورځ فارن پاليسي جديد عصري تقاضو سره سمولو لپاره د خارجه وزارت لخوا پېل كړې نوې سلسلې د ”اېف اېم کنکټ” درېمې ناستې په مهال وكرې۔ په دې موقع خارجه وزير سره په خارجه وزارت كښې د درس او تدريس سره تړون لرونكو نابغه روزګار شخصيات او دانشورو خاص ملاقات كړي۔ خارجه وزير د نړيوالو چارو محققينو٬ دانشورانو او پوهانو په خارجه وزارت كښې هركلې وكړو۔ خارجه وزير درس او تدريس څخه تړون لرونكي شخصيات د منطقې د مجموعي وضعې او د حكومت د خارجه پاليسۍ د ترجيحاتو نه خبر كړل۔ په دې موقع خارجه وزير فارن پاليسي جديدو عصري تقاضو سره سمولو لپاره د دوي تجويزونه واورېدل او د دوي د قېمتي رائيو ئې مننه وكړه

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں