په كورونا قابو موندلو له چين څخه د طبي پوهانو ډله او د مرستې سامان راوړلو سره خاص الوتكه پاكستان ته راورسېده۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرال محمد افضل د چين مېلمنو هركلې وكړو

image

اسلام آباد ۔ 28 مارچ (اے پی پی) په كورونا قابو موندلو له چين څخه د طبي پوهانو ډله او د مرستې سامان راوړلو سره خاص الوتكه پاكستان ته راورسېده۔ د چين حكومت لخوا د كورونا مقابلې كولو صلاحيت لرونكې 8 كسيزه طبي ډله او د مرستې سامان راوړلو سره خاص الوتكه اسلام آباد ته راررسېدلې ده۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرال محمد افضل د چين مېلمنو هركلې وكړو۔ پاكستان كښې د چين سفير هم په دې موقعه موجود وو۔ د اېن ډي اېم اے وياند له مخې د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی چيئرمېن په دې اړه ووئيل د كورونا په ضد چين په وخت زمونږ مرسته كړې ده۔ په نني سامان كښې د كورونا تشخيص 105 زره څخه زيات كټس شامل دي۔ دغسې 20 لكه څخه زيات ماسك او 77 زره ميډيكل كور هم رالېږلې شوي دي۔ په خصوصي پرواز كښې 217 وېنټی لېټرز اور 50 زره مېډیکل دستانې هم شامل دي۔ د علي بابا فاؤنډېشن او جېك ما فاؤنډېشن لخوا 50 زره ټېسټنګ کټس او 5 لکھ حفاظتی ماسک پاکستان ته وركړې شوي دي۔ چین د درہ خنجراب د لارې دوه ټنه ماسك ٬ ټېسټ كټس ٬ وېټي لېټرز او طبي حفاظتي ډرېس هم پاكستان ته وركړې دي۔ د وياند له مخې د چين طبي پوهان به تر دوه اونيو پاكستان كښې پاتې كېږي

مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں