مهمند 09 مارچ (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې ټول قام كشميري اولس سره ولاړ دې٬حكومت د هېواد نظام سموي٬سخت وخت څخه تېر شوي يؤ اوس به ښه وخت راشي٬په ګرانۍ قابو موندلې شوې٬ذخيره اندوزي كولو سره مال جمع كونكي به پرېښودلې نه شي چې څه هم وشي د برېښنا بيعه به زياته نه كړو بلكې نوره به يې هم كمه كړو٬اولس دې چرې هم داسې ګوند له ووټ نه وركوي د چا چې بهر هېوادونو كښې كورونه او اكاؤنټس وي٬غلا نه كونكو لندن ته د تللو حاجت نه لري٬ افغانستان سره تجارت لپاره به پوله پرانستلې شي٬په افغانستان كښې د امن لوظ نامې كاميابۍ لپاره لاس په دعا يؤ٬د قبائېلي اولس لپاره موقع پیدا كول زمونږ كار دې دغسې چې شاته پاتې شوې ضلعې هم د پرمختګ په زغل كښې شامل شي٬د مهمند بند څخه به د څښكلو اوبه وركولې شي٬دلته به د ماربل انډسټريل سټېټ جوړوو دغسې چې ځايې وګړو ته د روزګار موقعې ترلاسه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د احساس كفالت پروګرام په حقله مهمند كښې اولسي غونډې ته وېنا كښې وكړه۔وزيراعظم عمران خان د احساس كفالت پروګرام ترمخه د كفالت كارډونه هم وركړل۔په دې موقع د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان٬د دفاع وزير پروېز خټك٬د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري٬د وزيراعظم خاص مرستياله ډاكټر ثانيه نشتر هم موجود وه۔ وزيراعظم په تود هركلي كولو د مهمند اولس مننه وكړه۔ وزيراعظم په دې موقع د كشمير اولس قربانيو ته پېرزوينې وړاندې كړې كوم چې د 7 مياشتو راهيسي هندي عسكرو په كورونو كښې نظربند كړي۔ وزيراعظم د كشمير مسلمانانو له پیغام وركړو چې ټول پاكستانې قام هغوي سره ولاړ دې۔ ده ووئيل په سخت وخت كښې صبر لوے څښتن ښه صفت ګرځولې۔ده ووئيل مونږ د كشمير مسلمانانو لپاره لاس په دعا يؤ چې لوے څښتن هغوي له د زغم توفيق وركړي۔ده ووئيل په هند كښې 20 كروړه مسلمانان هم په تكليف كښې دي٬په ډېلي كښې د پوليس سره په ګډه د آر اېس اېس غنډاګان په هغوي ظلم كوي٬ پوليس سره په ګډه د مسلمانانو وينې بهولې كېږي٬لوے څښتن به دا ظلم ختم كړي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د كلمې طيبې په بنياد جوړ شوې وو او دا هېواد د نړۍ لپاره مثال جوړ شوې٬دا رياست به د مدينې رياست په اصولو چلولې شي٬د مدينې رياست هغه رياست وو چې پكښې نبي كريم(ص)د كمزورو٬كونډو٬معذورو٬يتيمانو ذمه واري رياست ته سپارلې وه ٬د پاكستان د فلاحي رياست هم دغه نظريه وه مونږ هم دغه ماډل نافذ كول غواړو۔ده ووئيل د رياست د قبائېلي سيمو پشمول كومې هم سيمې چې شاته پاتې شوې هغه به مونږ په پرمختګ كښې شاملوو۔ده ووئيل د قبائېلي سيمو په ضم كولو د خېبرپښتونخوا حكومت او اولس له مباركي وركوم۔ د قبائېلي اولس لپاره موقعې پېدا كول زمونږ كار دې دغسې چې هغوي هم د پرمختګ په زغل كښې شامل شي۔ ده ووئيل د پرمختګ لپاره چين زمونږ په وړاندې يو مثال دې٬ 30 كاله وړاندې چا ته هم دا نه وه معلومه چې چين به دومره پرمختګ وكړي۔چين په 30 كاله كښې 70 كروړه وګړي غريبۍ څخه ويستلې۔ وزيراعظم ووئيل لوے څښتن په مونږ ګڼ نعمتونه نازل كړي٬مونږ ښه معدنيات لرو٬لوے څښتن پاكستان له 12 موسمونه وركړي كه مونږ خپل كروندګرو له ټېكنالوجي وركړو نو زمونږ د زمكې څخه به سره زر رازرغون شي۔وزيراعظم ووئيل د مهمند ايجنسۍ پشمول په نورو سيمو كښې به د زيتون ونې لګولې شي دې سره به نه يوازې اولس ته ګټھ وشي بلكې بهر څخه چې مونږ د تېلو په راغوښتلو په اربونو روپۍ خرڅ كوو هغه به هم بچت شي۔وزيراعظم ووئيل د احساس كفالت پروګرام د كار دائره به ټولو قبائېلي سيمو كښې خپرولې شي۔ كمزورې طبقې ته د كاروبار او روزګار موقعو وركولو لپاره به قرضې وركولې شي٬مستحق زده كونكو له به وظيفې وركولې شي٬هر كال به 50 زره زده كونكي وظيفې ترلاسه كوي۔ وزيراعظم ووئيل چې د مهمند څخه ښه سنګ مرمر ترلاسه كېږي٬دلته به د ماربلو انډسټري سټېټ جوړولې شي دغسې چې ځايې وګړو ته د روزګار موقعې ترلاسه شي۔ ده ووئيل د مهمند بند څخه به د څښكلو اوبه وركولې شي۔ده ووئيل د مهمند پشمول قبائېلي ضلعو اولس سخت وخت تېر كړی زه د هغوي د ستونزو څخه خبر يم٬زه يوازنې تن يم چې ما د هغوي سره خبرې كولې۔ نن د قبائېلي ضلعو اولسي نمائندګان اسمبلو كښې ناست دي٬ دې څخه وړاندې د دې ځاې اولس غږ پورته كونكي نه وو٬د افغانستان پولې پرانستلو غوښتنه شوې زه دعا كوم چې په افغانستان كښې امن وي او د 40 كلونو راهيسې د هغه ځاې په اولس د جنګ كوم عذاب مسلط دې هغه ختم شي او په افغانستان كښې چې د امن كومه لوظ نامه شوې د هغې كاميابۍ لپاره هم لاس پھ دعا يؤ او غواړو چې اولس ته د هغې ګټھ وشي۔ د تهري جي او فور جي آسانۍ د دې ځايې د ځوانانو حق دې٬د موبائل فون د لارې نن ځوانان په كور كښې زده كړې ترلاسه كوي٬ ده د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد ته سپارښتنه وكړه چې په دې حقله ضروري اقدامات وكړي۔ده ووئيل د برېښنا او ګاز بيعو له امله چې اولس د كومو ستونزو سره مخ دې د هغې په اړه معلومات لرو٬د برېښنا او ګاز بيعې ځكه زياتې دي چې تېرو حكومتونو كومې لوظ نامې كړي مونږ د هغې د نتيجې سره مخ يو۔ د برېښنا جوړونكو كمپنو سره پخواني حكومتونو د اوږدې مودې لوظنامې كړی چې ترمخه يې په كومه بيعه برېښنا جوړېږي د هغې د بيعې څخه مونږ اولس نه شو بچ كولې۔ده ووئيل د ګرځېنده قرضو مسئله پیدا شوې وه٬مونږ ته تاريخي ګرځېنده قرضې ورثه كښې ترلاسه شوې وې چې له امله يې د برېښنا بيعه زياته شوې او په اولس د هغې بوج راغلې و خو مونږ د لاندې طبقې لپاره بيعې نه دي زياتې كړې۔ده ووئيل پخواني حكومت د بهر څخه د ګاز راغوښتلو 15 كلنه لوظنامه كړې او د ګاز كومه بيعه چې ترسره كړې د هغې څخه 30 فيصده ارزانه ګاز نن شته خو مونږ بيا هم په ګرانه بيعه د ګاز په اخستلو مجبور يو ځكه چې پخواني حكومت دا لوظنامه كړې٬اوس مونږ پرېكړه كړې چې څه هم وشي د برېښنا او ګاز بيعه به زياته نه كړو بلكې نوره به يې هم كمه كړو۔وزيراعظم ووئيل اولس دې چرې هم داسې ګوند له ووټ نه وركوي د كوم ګوند لارښود چې په بهر هېوادونو كښې كورونه او اكاؤنټس لري۔ده ووئيل ما د پانامه خبره كړې نو زما په ضد څومره كيسونه پرانستلې شوي وو خو زه بيا هم لندن ته نه ووم تلې٬ما تر 10 مياشتو عدالت كښې هر ډول دستاويزات وړاندې كړي٬ 40 كاله پخوانې رېكارډ هم ما وړاندې كړې ځكه چې غلا نه كونكو ته لندن ته د تللو حاجت نه وي۔ده ووئيل زمونږ حكومت نظام سم كړې٬د سخت وخت څخه رابهر شوي يو٬ 2019 مشكل كال وو٬په ګرانۍ قابو موندلې شوې اوس به ښه وخت راځي۔وزيراعظم ووئيل چا چې ذخيره اندوزي كولو سره مال جوړ كړې هغه به پرېښودلې نه شي٬راپور راتلونكې دې٬هغوي له به سزا ګانې وركولې شي