پېښور 28 فروري (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي په اولس د صحت او صفائۍ په حقله د خاص خيال ساتلو په حاجت زور راوړې٬ د كرونا وائرس خپرېدل اندېښمن صورتحال دے ٬ تر اوسه 51 هېوادونه د كرونا وائرس ښكار شوي٬ پاكستان كښې ئې هم د خپرېدو اندېښنه ده٬ بايد د ېرېدو په ځائې احتياطي تدبيرونه خپل كړۍ شي٬ د لاس وينځلو په وخت د صابن استعمال باوري كړې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پېښور كښې ګېسټرالوجي كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ له به د رنځونو نه بچ كېدو ته خاص پاملرنه كول وي٬ بايد مرګوني رنځونو څخه بچ كېدو لپاره ډاكټران او طبي پوهان فعاله كردار ولوبوي۔ ده د صحت په اړه د غېر سركاري نتظيمونو د كردار ستائنه وكړه۔ ده ووئيل په دې موقع زه د قامي تشويش په مهمه معامله خبره كول غواړم٬ د كرونا وائرس خپرېدل اندېښمن صورتحال دے٬ تر اوسه 51 هېوادونه د كرونا وائرس ښكار شوي ٬ لوي څښتن به زمونږ مرسته كوي او ان شآء الله كرونا وائرس به پاكستان كښې نه خپرېږي خو د ميډكل سائنس له مخ كه په 51 هېوادونو كښې خپور شوي نو دلته ئې هم د خپرېدو اندېښنه ده۔ ده ووئېل د دغې وائرس مخنيوي لپاره به مونږ له اقدامات كول وي ۔ ده ووئيل بايد د ېرېدو په ځائې احتياطي تدبيرونه خپل كړۍ شي٬ د لاس وينځلو په وخت د صابن استعمال باوري كړې ۔ ده ووئيل محمدۖ د صحت صفائۍ او طهارت په اړه ډېر زور رواړې۔ ده ووئيل د صفائۍ په اړه 22 حديثونه درانقل شوي٬ زمونږ دين٬ زمونږ پېغمبرۖ او خلفاﺀ راشدين په ټولنه كښې د هر كار نه اولس خبر كړې ځكه چې قامونه هم داسې جوړېږي۔ ده ووئيل د كرونا وائرس په احتياطي تدبيرونو كښې لوے اجتماع نه كول٬ لاس په صابن وېنځل٬ د انتوشي په وخت په مخ كپړه يا لاس اېښودل او ماسك استعمالول دي۔ ده ووئيل كله چې حضرت عمر سوريه ته تللو نو په لاره كښې ورسره د حضرت ابو هريره (رض) ملاقات اوشو او ھغه ورته ووئيل چې په سوريه كښې وباء خپره شوې او حضرت عمر (رض) د لارې نه راستون شو۔ ده ووئيل د كرونا وائرس له امله سعودي عرب د عمرې ويزې په عارضي توګه بندې كړې ٬ ايران د جمعې د لمونځ په اجتماعات هم بندېز لګولې۔ ده ووئېل بلوچستان كښې سكولونه په عارضي توګه بند كړې شوي٬ په جاپان كښې هم سكولونه بند دي۔ ده ووئيل په ټولنه كښې په دې لړ كښې شعور بېدارولو لپاره دې علماﺀ كرام او امامان د ممبر د لارې اولس خبر كړي ۔ ده قام ته غږ وكړو چې كه ھغوي د صحت ٬ صفائۍ او طهارات اصول خپل كړي نو نه يوازې د رنځونو نه به بچ شي بلكې صحت منده ټولنه جوړولو له به هم مرسته تر لاسه او دا د اجرا او ثواب او د آخرت سمولو ذريعه به هم جوړه شي۔