د وزیراعظم عمران خان د کورونا صورتحال او مخنيوي لپاره په حکومتی اقداماتو د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد 21 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي کورونا وائرس له امله رامخې ته شوي صورتحال ترمخه زمونږ چیلنج د پرمختك كړو هيوادونو څخه لوئې دے،مونږ له خپل وګړي د وباء سره سره د غريبۍ څخه هم ساتل دي، قام دې کورونا له ماتې وركولو لپاره يو موټې شي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د کورونا صورتحال او مخنيوي لپاره په حکومتی اقداماتو د خيالاتو څرګندونې سره وكړه۔ په دې موقع وفاقی وزیر اسد عمر، وفاقی وزیر حماد اظهر او خاص مرستياله ډاکټر ثانیه نشتر او د قامي سلامتيا معید یوسف هم موجود وؤ۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل اروپاﺀ او امريكا كښې د مړو شميره زياته ده خو زمونږ چیلنج د پرمختګ كړو هيوادونو څخه لوئې دے،مونږ له خپل وكړي د کورونا سره سره د غريبۍ څخه هم بچ كول دي، په دې لړ كښې احساس راشن پورټل جاري كړې شوے چې مقصد ئې د غريب اولس مرسته كول دي۔ وزیراعظم ووئيل ټائیګرز فورس يو رضاکار فورس دے او په دغې غير د څه وجې تنقيد كيږي، ټائیګرز فورس به د اولس د معاوضې نه غير كار كوي۔ ده ووئيل نړۍ كښې چرته هم تر نامعلومې مودې لاګ ډاؤن نه چليږي، چا ته اندازه نشته چې صورتحال به كله ښه كيږي، ټول قامونه په سوج كښې دي چې د دې صورتحال څخه څنګه ځان بچ كړو او صورتحال معمول له راولو۔ وزیراعظم ووئيل روژه مباركه د عبادت مياشت ده، وګړي جومات ته د تللو څخه په زبردستۍ نه شي منع كېدې ځګه چې آزاده ټولنه كښې په وګړو زبردستی نه كيږي۔ده ووئيل د جوماتونو پرانستلو لپاره علماء كرامو په 20 نکات اتفاق کړے په كومو به چې وګړو له عمل كول وي، ټول دې هڅه وكړي چې زيات عبادت په كور كښې وكړې شي ۔ وزیراعظم ووئيل د وباء خپريدو مخنيوي لپاره زياتو ټيسټونو ته اړتيا ده ، په دې اړه حکومت ټول وسائل او اقدامات كوي، قام دې کورونا له ماتې وركولو لپاره يو موټې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں