د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام په لړ كښې د خالي تر سهار په 8171 مونږ ته 6 کروړه 27 لكه 50 زره 461 اېس اېم اېس راغلي۔ ډاكټر ثانيه نشتر

image

اسلام آباد ۔ 11 اپرېل (اے پی پی) د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام په لړ كښې د خالي تر سهار په 8171 مونږ ته 6 کروړه 27 لكه 50 زره 461 اېس اېم اېس راغلي۔ د وزيراعظم د تخفيف غربت او سماجي تحفظ خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر خپل بيان كښې وئيلي دي كوم هم مستحق كسان چې حكومت څخه د احساس اېمرجنسي مرسته غواړي هغه دې په 8171 خپل شناختي كارډ لمبر راولېږي۔ دې ووئيل دا پېغام دې د سوشل ميډيا د لارې مستحقينو ته ورسولې شي دغسې چې زيات كسان دې پروګرام څخه استفاده وكړي۔ دې ووئيل د احساس صارفينو صحت او تحفظ باوري كولو له د پېسو بائيو مېټرك ادائيګۍ مركزونو او دغلته د كاؤنټرو شمېره زياته كړی شوې ۔ په ځينو ځايونو كښې اوږده اوږده قطارونه دي ولې بياهم په زياتره ځايونو كښې پېسې په ښه ډول تر لاسه كېدې شي۔ د لوئې څښتن په مهربانۍ هرې يوې كورنۍ له 12 زره روپۍ وركولې شي۔ دې ووئيل په پروګرام كښې شاملېدو له د موبائل بېلنس نه غېر هم اېس اېم اېس لېږلې كېدې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي په دې پروګرام تندۍ سره عمل روان دے۔ د پروګرام ترمخه به 120 لكه كورونيو ته 12 زره روپۍ د كورنۍ په سر وركولې شي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں