پي آئي اے ګلګت او اسكردو ته سفر كوؤنكو له هدايت نامه جاري كړه

image

کراچۍ۔29 مارچ (اے پی پی) د کورونا وائرس خپرېدو مخنيوي له پي آئي اے ګلګت او اسكردو ته تلونكو مسافرو لپاره سفري هدايت نامه جاري كړې ده۔ د پي آئي اے وياند له مخې ګلګت او اسكردو ته تلونكو مسافرو لپاره د ماسك كارول لازمي ګرځولې شوي دي۔ وياند زياته كړه چې ټول مسافر دې ائير پورټ ته راتلو څخه وړاندې احتياطي تدبير ضرور اختيار كړي او ماسك اچولو سره دې راشي۔ كوم مسافر چې ماسك نه لري هغه ته به بورډنګ پاس وركولې نه شي۔ وياند ووئيل جهاز ته ختلو نه وړاندې او د پرواز په مهال به د مسافرو ډي سېنيټائزېشن كولې شي۔ پي آئي اے د خپلو مسافرو او عملې حفاظت او صحت ته تر ټولو وړومبۍ ترجيح وركوي۔ ده زياته كړه چې د وزيراعظم په خصوصي هدايت قطبي سيمو سره رابطه بحال ساتلو له پروازونه جاري دي۔

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں