د پيښور زلمی مالك جاوید آفریدی د وزیراعظم كرونا ریلیف فنډ له د يو كروړ عطیه اعلان كړه

image

اسلام آباد 31 مارچ (اے پی پی) د پيښور زلمی كركټ ډلې مالك جاوید آفریدی د وزیراعظم كرونا ریلیف فنډ كښې د يو كروړ روپو عطیه اعلان كړې ۔د نهې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل زه د وزیراعظم د اړخه جوړ كرونا ریلیف فنډ كښې د زلمی فاؤنډیشن د اړخه د يو كروړ روپو عطیه كولو اعلان كوم۔ده ووئيل زه باور لرم چې د پاكستان هر يو استطاعت لرونكې وګړې به په دې سخت وخت كښې راوړاندې شي او د كرونا وائرس په ضد جنګ كښې به د قام كامیابۍ لپاره خپل كردار ترسره كړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں