اسلام آباد۔29 اپرېل (اے پی پی) د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر(اېن سی اوسی) له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه د پنجاب نه پس خېبر پختونخوا كښې زيات كسان مړه شوي۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال 151 كسان په حق ورسېدل كومو كښې چې 60 رنځوران په وېنټي لېټر وو۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر لخوا جاري شوي شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د 5 زره 480 وګړو کووډ۔ 19 ټېسټونه مثبت راغلل۔ 7 لکھ 8 زره 193 كسان د دې وباﺀ نه ښه شوي دي۔ دا مهال بلوچستان او آزاد كشمير كښې كوم هم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې 689 وېنټی لېټرز كارولې شي۔ ګرد هېواد كښی د اېكټو كېسونو شمېره 89 زره 838 او د ځپلو مجموعي شمېره 8 لکھ 15 زره 711 ته رسېدلې ده۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وباﺀ د لاسه په مجموعي توګه 17 زره 680 كسان مړه شوي دي۔ بلخوا ګرد هېواد كښې په مجموعي توګه د کووډ۔19 يو كروړ 17 لکھ 39 زره 27 ټېسټونه شوي دي۔ دا مهال ګرد هېواد كښې د وباﺀ رنځورانو له بېل كړې شويو 631 روغتونونو كښې د 6327 رنځورانو درملنې روانې دي