د سناتور محمد عثمان كاكړ په مشرۍ كښې د سېنېټ پرمختللي سيمو لپاره د فنكشنل كمېټۍ غونډه

image

اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي)كم پرمختلليو سيمو لپاره د سېنېټ فنكشنل كمېټۍ د مسائلو كورېج په حاجت زور راوړولو سره قامي خبر رسنې ادارې اے پي پي ته ګوادر او فاټا كښې د بيورو دفترو جوړولو سپارښتنه كړې ده ٬ د سناتور محمد عثمان كاكړ په مشرۍ كښې د سېنېټ پرمختللي سيمو لپاره د فنكشنل كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د اے پي پي منيجنګ ډائرېكټر مسعود ملك او ايګزېكټيو ډائرېكټر سهيل علي خان تفصيلي بريفنګ وركړو۔كمېټي د هېواد لرو سيمو نيوز كورېج باوري كولو له د اے پي پي بنيادي اډانې او د خبرونو ترلاسه كولو نظام او د ذيلي نمائندګانو نېټ ورك په اړه خبر كړې شوه۔ غونډه كښې سناتور مير كبير احمد٬خالده پروين٬جهانزېب جمالديني٬محمد اعظم خان موسٰی خيل ګډون وكړو۔كمېټۍ په ټول هېواد كښې د قامي او ځايې اېشوز كورېج په اړه د اے پي پي كاركردګي ستائېلو سره فاټا او بلوچستان كښې اولس ته د پیښو مسئلو رامخې ته كولو له د خاص رپورټس او ډاكومنټريز جوړولو په حاجت زور راوړو۔د اے پي پي منيجنګ ډائرېكټر باور وكړو چې د فنډ شتووالي په صورت به د كمېټۍ په سفارشاتو عملدرآمد كولې شي ځكه چې اے پي پي وړاندې څخه مالياتې ستونزو سره مخ ده۔د بلوچستان په ټولو ضلعو كښې د نورو نمائندګانو په ځائ كولو سپارښتنې سره كمېټۍ باور وركړو چې د اے پي پي مالياتي حاجت به تر سره كولې شي دغسې چې د هېواد كم پرمختللي سيمو كښې خپل نېټ ورك ته پراختيا وركړې شي۔د انټرنل پبلسټي ونګ ډائرېكټر جنرل ناصر جمال هم د اطلاعات٬خپرونو و او قامي ورثې وزارت نمائندګۍ كولو سره كمېټۍ له په دې سفارشاتو د عملدرآمد باور وركړو۔د كمېټۍ چيئرمېن عثمان كاكړ دا سپاترښتنه هم وكړه بايد اے پي پي ټولو سياسي ګوندونو له كورېج وركولو سره سره د بلوچستان او فاتا اولس ته د پېښو مسئلو په اړه خاص راپور او ډاكومينټريز جوړ كړي۔ده ووئيل كم پرمختللي سيمې د هېواد د مجموعې سيمې 71 فيصده دي بايد د هغوي مسئلې رامخې ته كړې شي۔دغسې ادارې ته د كوئټې څخه د پښتو سروس پېل كولو لپاره هم ووئيلې شول۔كمېټۍ د اے پي پي په انتظاميه زور راوړو چې بلوچستان سره تعلق لرونكو د خپلو ټولو ملازمانو ډوميسائل تصديق كړئ۔د اے پي پي اېم ډي كمېټۍ ته ووئيل د دې نه وړاندې د كمېټۍ د پوښتنې په رڼا كښې دا عمل وړاندې نه پېل كړې شوې او په بشپړېدو به راپور وړاندې كولې شي۔ده كمېټۍ ته ووئيل د بلوچستان جالي ډوميسائل لرونكو ملازمانو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔كمېټي د اے پي پي بورډ آف ډائرېكټرز جوړولو په اره هم خبر كړې شوه۔د كمېټۍ غړو دا خواهش څرګند كړو بايد بورډ آف ډائرېكټرز كښې خېبرپښتونخوا او بلوچستان له هم نمائندګي وركړې شي

مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں