حكومت د اولس سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره هر ډول هڅو كولو له لوظي دې

image
APP84-11 ISLAMABAD: September 11 - PML-N MNAs from Sahiwal Division called on Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi at PM Office. APP

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د پارلمان په غړو زور راوړے چې هغوي په خپلو سيمو كښې د روان پرمختيائي سكيمونه په وخت بشپړول باوري كړي۔هغه د ساهيوال ډويژن څخه د پاكستان مسلم ليګ(ن)د قامي اسمبلۍ غړو سره خبرې كولې چا چې د ګل په ورځ په وزيراعظم دفتر كښې ده سره ملاقات كولو۔وزيراعظم سره ملاقات كوونكو كښې د اسمبلۍ غړو نديم عباس رابيره٬چوهدري رياض الحق٬سيد محمد عاشق حسېن شاه٬راؤ محمد اجمل خان٬محمد معين وټو٬ سيد عمران احمد شاه٬چوهدري محمد اشرف٬چوهدري محمد طفيل٬چوهدري محمد منير اظهر٬سردار منصب علي ډوګر٬سيد محمد اطهر حسېن شاه ګېلاني او رانا زاهد حسېن خان شامل وو۔د پارلماني چارو دوهم وزير شېخ آفتاب احمد هم په دې موقع موجود ؤ ۔د ملاقات په مهال د قامي اسمبلۍ غړو به سيمو كښې د پرمختيائي پروژو او نورو چارو په اړه خبرې اترې وشوې۔وزيراعظم ووئيل حكومت د اولس سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره هر ډول هڅې كولو له لوظي دے۔ده ټاكلې شوو اولسي نمائندګانو ته ووئيل د اولس مسئلې رامخې ته كړې او د دغې حل لپاره خپل كردار تر سره كړئ۔

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia
متعلقہ مضامین
مزید خبریں