د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې حكومتي او اپوزيشن غړو د چوهدري نثار وېنا په غور واورېده

image

اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې حكومتي او اپوزيشن غړو د امريكائي اولس مشر لخوا د پاكستان په اړه په بيان او د هېواد د سلامتيا په اړه دروان بحث په مهال د چوهدري نثار علي خان وېنا په غور واورېده۔ د چوهدري نثار علي خان د مدلل تقرير نه پس د اپوزيشن غړو اسد عمر٬ شهريار آفريدي٬ انجينئر علي محمد خان او حكومتي غړو اوېس لغاري٬ رضا حيات هراج او نور د چوهدري نثار علي خان چوكۍ ته ورغلل او د هغه ستائنه ئې وكړه۔ د پي ټي آئي پارلماني لارښود شاه محمود قريشي په خاص توګه په خپله وېنا كښې د چوهدري نثار علي خان د وېنا ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں