وزيراعظم عمران خان تاريخي ترقياتي پېكج اعلان كړے٬په ګلګت بلتستان كښې به په پنځو كلونو كښې 370 اربه روپۍ خرڅ كولې شي۔۔د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی خالد خورشيد

image

ګلګت 30 اپرېل (اے پي پي)د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی خالد خورشيد وئېلي دي وزيراعظم عمران خان چې د كوم تاريخي ترقياتي پېكج اعلان كړے٬ د كال به په پرمختيائي كارونو 74 ارب روپۍ مصرف كولې شي۔٬په ګلګت بلتستان كښې به په پنځو كلونو كښې 370 اربه روپۍ خرڅ كولې شي٬ د 140 اربه روپو په لګښت به د 240 مېګاواټ د برېښنا 9 منصوبې پیل كولې شي۔په دې پروژو كښې د هائيډل او كلين انرجي سره به ځايې دسټري بيوشن نظام هم پراخا او ښه كولې شي۔ده ووئيل د 35 اربه روپو په لګښت به د سړكونو 5 پروژې پېل كېږي چې پكښې شغر تهنګ٬ګور كيوټ سړك- داريل تانيګر ايكسپرس وے٬شګر پاپو شور روډ لاره او استور كښې تهليچي شونړ پورې د سړكونو پروژې شامل دي۔ده ووئيل د شونړ ټنل د فزيبلټي احكامات جاري شوي په دغې به ډېر زر كار پېل شي۔دغسې د سېلګرۍ ودې لپاره به د 6 ارب روپو په لګښت د بنيادي ډهانچې سره د كار استعداد زياتولو پشمول مختلف پروژې پیل كولې شي۔د روغتيا او تعليم په كاروونو به 17 اربه روپۍ مصرف كېږي دغسې 5 زره ځوانانو له به تعليمي وضائف او هنر وركولې شي چې پكښې به ځوانانو له د هېواد په غوره پوهنتونونو كښې زده كړې لپاره سكالرشپس وركولې شي۔ده ووئيل د دې نه ځانله د ګلګت سكردو او چلاس روغتونونه به اپ ګرېډ كېږي او په سكردو او ګلګت كښې به د تب كالجونه جوړولې شي۔ده ووئيل د څښكلو پاكو اوبو او سيورېج لپاره به 8 اربه روپۍ خرڅ كېږي او په سكردو كښې به به د سيورېج او سيني ټېشن سكيمونه پېل كېږي دغسې په ګلګت بلتستان كښې به بزنس انكيوبېشن سنټر هم جوړولې شي۔چې پكښې به ځوانان هرن او روزګار ترلاسه كولې شي۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان په ټولو لسو ضلعو كښې به د خصوصي كسانو لپاره ري هېب او مائي سكل سينټرز جوړولې شي دغسې ګلګت بلتستان كښې به د سېلاب مخ نيوي له 82 فلډ پروټېكشن سنټر هم جوړولې شي۔ده ووئيل د بائيو ډائورسټي او ايكو نظام بحالۍ لپاره به د دوه اربه روپو منصوبه پېل كېږي۔د آئي ټي او ټېلي كام انفراسټركچر به 25 واړه او د مينځنۍ درجې انډسټريل يونټ هم لګولې شي

مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں