د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو په اړه خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د وفاقي كابينې غونډې نه وروستو ميډيا ته بريفنګ

image

اسلام آباد ۔ 21 اپرېل (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو په اړه خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي وفاقي كابينې د آئي پي پيز د اړوند راپور خپرولو ، اوګرا آرډیننس كښې د بدلونونو د پرېكړې توثيق ، د مسابقتی کمېشن تنظیم نو او د دې د ډیجیټلائز كولو، د سرکاري ملازمانو د سركاري كورونو په اړه د يو ډول پالېسۍ په اړه د پرېكړې توثيق ، د اقلیتونو په حقله د قومي كمېشن تنظيم نو او د كابينې د توان كمېټۍ سفارشاتو منظوري وركړې ده ۔ وزیراعظم عمران خان د اېپلټ ټربیونلز په خالي چوكو يوه اونۍ كښې د كسانو لګولو هدايت هم وكړو۔ دغسې كابينې د كورونا وائرس موجوده وضعې تر مخه ملګرو هېوادونو ته د كلوروكين 30 ملينه ګولو برآمد كولو منظوري وركړه۔ وزيراعظم په ډاګه كړه چې كورونا وائرس سره سره مونږ له د كرپشن وائرس په ضد هم جنګ كول دي۔ دا خبره به باوري كول وي چې هېواد كښې څوك د قانون نه پورته نشته۔ د نجي پاور پلانټس لوظنامې زمونږ په دور كښې نه په تېر دور كښې شوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه وروستو ميډيا ته بريفنګ كښې وكړه۔ دې ووئيل وفاقي كابينې د 8 نكاتي ايجنډې منظوري وركړې۔ د غونډې مشري كولو په مهال وزيراعظم ووئيل مسابقتی کمېشن به يوه مضبوطه اداره جوړولې شي۔ د مسابقتي كمېشن چیئرپرسن وړاندې نه خپلې چوكۍ څخه اخوا كړې شوې ولې هغې د عدالت څخه حكم امتناعي اخستې ده۔ د ډاکټر عشرت حسېن په مشرۍ كښې كمېټۍ ته مسابقتي كمېشن كښې د اصلاحات او د تشكيل نو ذمه واري سپارلې شوې وه۔ د هغه د سفارشاتو په رڼا كښې د مسابقتي كمېشن د تنظيم نو او د دې د ډیجیټلائزیشن منظوري وركړې شوې ۔ د دغې ادارې په ضد 27 كېسونه د سماعت لاندې دي ۔ ادارې له د بېلو شوګر ملز او فلور ملز په شمول نورو ادارو څخه 27 اربه روپۍ اخستل دي۔ خاص مرستيالې ووئيل وزيراعظم هدايت وكړو چې د اېپلټ ټربیونلز په خالي چوكو دې يوه اونۍ كښې كسان تعينات كړې شي او په دې اړه دې ډپټې اټارني جنرل يوه اونۍ كښې ټرېبونل بشپړولو سره د وفاقي كابينې راروانه غونډه كښې راپور وړاندې كړي۔ خاص مرستيالې ووئيل وفاقي كابينې د سرکاری ملازمانو د سركاري كورونو په اړه د يو ډول پالېسۍ په حقله د پرېكړې توثيق هم كړے۔ د پالېسۍ له مخې به اوس ریټائرډ ملازمان 6 مياشتو نه زياتې مودې له د سركاري كور ساتلو مجاز نه وي۔ دې ووئيل وفاقي كابينې د اقليتونو په اړه د قومي كېمشن دتنظيم نو منظوري هم وركړې۔ قومي كمېشن كښې به اقليتونو ته زياته نمائندګي وركولې شي۔ د كمېشن چيئرمېن به اوس د مذهبي چارو وفاقي وزير په ځائې اقليتي ورورولۍ څخه وي۔ دې ووئيل د تعميراتي څانګې په اړوندو چارو حكومت مهم ګامونه پورته كړي ۔ دې صنعت سره 40 نه زياتې څانګې تړلې شوي۔ د دې څانګې ښه كېدو سره به معاشي هلې ځلې زياتې شي۔ تعميراتي څانګې متعلق په آئی سی ټی آرډیننس كښې بدلون شوے او 5 فیصده ټېکس صفر كړې شوې۔ دغسې د نيا پاكستان هاؤسنګ ترسېوري لاندې په ارزانو كورونو هم 5 فيصده ټېكس ختم كړې شوې۔ دې ووئيل وفاقي كابينې د آئيسكو او پيسكو د نجكارۍ سفارش كړے۔ دې ووئيل د توان څانګه كښې ډیجیټلائزېشن سره به سپېځلتيا ته وده وركولو له مرسته ترلاسه شي۔ دې ووئيل د روان صورتحال تر مخه نړۍ كښې د كلوروكين طلب زيات شوے ۔ دې ووئيل دا مهال مونږ سره 40 ملینه ګولۍ او د 40 ملينه خام مال موجود دے۔ دې ووئيل سعودي عربستان ته به 10 لکه٬ تركيه ته 5 لكه ٬ اطاليا ته 5 لكه ٬امريكا ته يو ملين او نورو هېوادونو ته هم كلوروكين وركولې شي۔ دې ووئيل د آئي پي پيز په اړه راپور د كابينې غونډې ته وړاندې كړے شوے۔ كابينې د راپور خپرولو پرېكړه هم كړې۔ خاص مرستيالې ووئيل د ټائيګر فورس په اړه ټكونه جواز نه لري۔ ټائيګر فورس په رضاكارانه توګه خپل خذمات وړاندې كوي۔ دوي ته يوه پېسه هم نه وركړې كېږي۔ د دوي صلاحيتونه د هېواد او قام لپاره كارولې شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں