د كورونو وائرس خپرېدو مخنيوي كښې د ميډيا كردار ډېر مهم دے۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر

image

اسلام آباد ۔ 4 اپریل (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د كورونا وائرس په اړه اولسي شعور بېدارولو كښې د ميډيا د ذمه وارۍ كردار ستائنه كولو سره وئيلي دي د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوي كښې د ميډي كردار ډېر مهم دې۔ د لوئيديزې ميډيا په مقابله پاكستانۍ ميډيا د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوي كښې د ذمه وارۍ رپورټنګ كړې دې۔ د خالي په ورځ يو بيان كښې ده ووئيل په ناوړه حالاتو كښې هم د ميډيا په فرنټ لائن پاتې كېدو سره رپورټنګ كول د ستائنې وړ كار دې۔ په ميډيا د ټاك شوز د لارې د نړيوالو طبيبانو ګټورو مشورو سره اولس كښې د وائرس په اړه شعور بېدار شوې دې۔ ده ووئيل ميډيا په هر محاذ د پېشه ورو صلاحيتونو د لارې په نړۍ كښې د پاكستان نامه روښانه كړې ده۔ ده ووئيل حكومت د ميډيا معاشي مسئلو حل كولو له جدي ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل په فرنټ لائن رپورټنګ كوؤنكې خبريالانو ته حفاظتي ډرېس وركول ضروري دي۔ ده ووئيل د كورونا وبا دې امتحان څخه وتلو له به زياتې دعاګانې او زيات استغفار كول وي

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں