د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې د كورونا وباﺀ چېلنج مخنيوي په اړه غونډه ٬

image
APP58-07 ISLAMABAD: April 07 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi chairing a high level meeting on COVID-19 at MOFA. APP

اسلام آباد 07 اپرېل (اے پی پی) د کورونا وباﺀ چېلنج مخنيوي په اړه د لوړې كچې غونډه د نهې په ورځ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې خارجه وزارت كښې اوشوه كومه كښې چې بهر هېوادونو څخه هېواد ته د راتللو په طمعه پاكستانيانو راستلو عمل ممكن كولو له د بېلو اړخونو جاج واخستې شو۔ غونډه كښې د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان، د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سيد ذوالفقار بخاری، د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا، د نېشل سېكورټي خاص مرستيال ډاكټر معید یوسف، سی ای او شوکت خانم ډاکټر فېصل سلطان، اسپېشل خارجه سېكتر معظم علی خان، د هوا بازۍ ډويژن سېكتر حسن ناصر جامی، د خارجه وزارت وياندې عائشه فاروقی او د خارجه وزارت اعلی چارواكو په شمول عسكري چارواكو هم ګډون وكړو۔ د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا پاكستان كښې د کووډ 19 موجودہ صورتحال، د ټېسټنګ آسانيو او د کوارنټائین انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ غونډه كښې د روغتيا وزارت ٬ سول اېوي اېشن اتھارټي ٬ اورسیز ډویژن، نېشنل انسټی ټیوټ آف هېلت، پی آئی اے او نورو ادارو لخوا په ترلاسه شوو وړاندېزونو بشپړ مشاورت وكړې شو۔ خارجه وزير ووئيل تر ټولو وړومبنۍ ترجيح هېواد ته د راتللو په انتظار د ناستو پاكستانيانو راوستل دي۔ خارجه وزارت كښې جوړ كړې كرائسز مېنجمنټ سېل ګرده نړۍ كښې پاكستانو سفارتخانو سره پرله پسې په تماس كښې دے۔ په ایئرپورټس د کورونا پازېټو کېسونو له د كوارنټائين په شمول د نورو طبي آسانيو باوري كولو له ټولې ممكنه وسيلې كاروؤ۔ ده ووئيل دا مهال په زياتره هېوادونو كښې د لاك ډاؤن له امله فلائټس آپرېشن ځنډولې شوي چې په نتيجه كښې ئې پاكستاني وګړي هېواد ته راتللو كښې ستونزو سره مخ دي۔ غونډه كښې په متفقه توګه رامخې ته شوي وړاندېزونه به د نېشنل كوآرډينېشن كمېټۍ راروانې غونډې ته منظورۍ لپاره وړاندې كولې شي۔(MWA/)

مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں